لوي کندهاره !
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

                                                                                                                           ۳ــ ۶ ـــ ۲۰۱۱

زمـا ښـکلـي کـندهـا ره غلـيمـان د ي ســوزوي 

                                        دشپـي په خـواږه خـوب کي مـاشـومان دي قتـلوي

زخمي بدن چی ستا وينم پر سر مي سره لمبه سي

                                         د اوښکو پـر ځـاي سترګي مي بيـا ويني تـويـوي

بـي وســه درتــه ګـورم پـه قلـم دي يـادومـه

                                        ژر ميدان ته بل ميرويس که چی وطن مو ورانوي

د ميوند توره راواخله بل ايوب تې په لاس ورکه

                                           هـم ملالــه راپــيدا کـه چی  نښـان دې وســاتــي

 

 

 نيژدې دتيرو  لسو کلونو په څير بيا هم  امريکايي يرغلګر ځواک دمي پر ۲۸ مه نيټه دشپي له خواه دهلمند ولايت دنوزاد دښکلي ولسوالي د ولس څخه  يي دخپلو وحشيانه بمباريو له کبله چی  دځينو رسنيو په حواله د ۱۴ څخه تر د۵۲ پوري د ماشومانو ، ميرمنو ، ځوانانو او زړو څخه دخپلو ناپاکو مخو له پاره ددوي  خوږ ژوند واخيست ، اود ټوله کلي پاته ولس يي ديو ه لوي ماتم سره مخامخ کړل  ۰ هغه ماشومان چی دشپي دخپلو ميندو  دميني او محبت  څخه ډکو تودوغيږو نو کي دماشوم توب په خواږه خوبونو کي  لاهو  وه ، او  دا پاک  ماشوم توب ددوي څخه دا توانايی  اخستي وه ،  چی دخپل غلیم په هکله هم څه نا څه فکر وکړي ،  او دځان ژغورني له پاره يوه  هڅه و کړي ۰ ولي  دا ماشوم توب به ودوي  ته هروخت داسي  فهمول ،  چی تاسو د پاک خداي داسي يو بي ازاره  مخلوق ياست  چی هر څوک به تاسي د يوه ښکلي ګل په څير په خپل غيږ کي نيسي ، او دناز په څپو کي به مو ښکلي کوي ۰   ځکه نو دا ماشومانو  به هره شپه  بيله کوم تشويشه دخپلو میندو دميني او تر حم پر پاکو ليڅوباندي دخپل ماشوم توب دخيالونو په ډکو  خوبونو کي داسي لاهو وه ، چی ددنيا دهرڅه څخه يي ځانونه ليري خوندي ساتلي وه ۰  چی دشپی  نا ببره ديرغلګرو تر هوايي بمباريو لاندي راغلل ، او ددوي  هرڅه يي ور نابود  او ددوي  خوږ ژوند يي  دکورني دنورو غړو سره يو ځاي ځيني واخيست ،  او  دغليمانو له خواه په شهادت ورسيدل ۰  او دا پاک ماشومان ددې څخه  ناخبره وه ،  چی زموږ پر وطن داسي يو نړيوال مستکبير لښکر  يرغل کړی دي ، چی وخپلو ناپاکو مخو ته درسيدو له پاره ، نه يوازي  لوي او ماشوم په ډيره بي رحمي سره په شهادت رسوي ،  بلکه خداي (ج) ورکړي طبيعت يی ،  هم دنابودي سره مخا مخ کوي ۰ چی دا حقيقت زموږ ولس نيژدې په تيرو لسو کلونو کي په خپلو سترګو ليدلي دی  ، چی شنه باغونه ، ښکلی  ځنګلونه دمنځه وړي ، او دوطن ډيره برخه مو ددوي  په يورانيمي بمبونوباندي داسي  ککړه سوي ده ، چی په راتلونکي وختونو کي به ددې پاک کاري دافغانانو دتوانايي څخه يو وتلي کار وي ۰ او   ددوي داعمل دنړيوالو ټولو قبول سووقوانينو خلاف يو ښکاره عمل دي ،  چی بايد دملګرو ملتونو تر جدي پوښمني لاندي راسي او ددې غرامات بايد ورکړي ۰په داسي حال کي افغانان دملګرو ملتونو دسازمان څخه داسي يوه حقوقي غوښتنه کوي ، چی په اوس مهال کي داسازمان دامريکا او غربي نړي دبهرنيو پاليسيو يوه ښکاره پولي کوونکي  اداره بلل کيدلايسي ۰   بايد ووايو چی  کرزي صاحب دپورتني بمبارد په اړوند  دا ځل دپخواه په څير نه بلکه  يو څه په تنده لهجه دنا ټو دځواکونو پر ادرس باندي دري ورځي مخکي  په يوه خبري کنفرانس کي خبرتيا ورکړه ، او وي ويل چی دا به ستاسو وروستني ځل وي ،  چی دشپي له خواه عمليات کوي ، او په پايله کي زموږ بي ګناه خلک په شهادت رسوي ۰ ولي د ناټو وياند دډيپلو ماتيکي شيوو څخه په ليري فاصله کي او دتکبر څخه په ډکو الفاظو وويل ،  چی دشپي له خواه دعملياتو ددريدو پريکړه يوازي زموږ په رهبري پوري اړه لر ی اوبس ۰ ولي کرزي صاحب ددوهم ځل دپاره ديوه خبر يال دپوښتني په ځواب کي وويل ، که وروسته تر دې بهرني ځواکونه دشپي له خواه عمليات تر سره کړي ،  نو بيا به دابهرني ځواکونو ته ،  اشغالي ځواکونه وويل سي ، او دوي ښه پوهيږي چی افغانان داشغالي ځواکونو سره څه کوي ۰

او دا هم بايد ووايو چی دناټو دجنايتونو لړۍ  به نوره هم  تر هغه وخته زموږ په وطن کي روانه وي ،  تر څو چی دوي دناکامي وکندې ته نيژدي يا لويږي ۰ او دا به هغه وخت وي ،  چی دوي دجنګ په ډګر کي خپله اقتصادي توانايي دلاسه ورکړي ۰ چی عملآ دا متکبر ځواک په اوس مهال کي  ديو داسي  چيلنچ سره مخامخ دي ۰ او  افسوس دا چی کرزي صاحب دهر مقصد له پاره چی وي يو غبرګون ښکاره کوي ، ولي   په افغانستان کي هغه ملي او ډموکراتيک سياسي او اجتماعي سازمانونه په وطن کي دڅو کلونو ديرغلګرو دهر بشري او اقتصادي جنايت دتر سره کولو په وړاندي دچپتيا لاره غوره کړي ده ۰ نوآيا  په ډيره نيژدې راتلونکي وخت کی ( تر اشغال وروسته )  به بيا دا سازمانونه  دولس په وړاندي کومه دبرآت پاڼه دځانه سره ولري او که نه ؟  چی ودې پوښتني ته دوي  بايد نه  يوازي په جديت سره وګوري ، بلکه ژر تر ژره بايد دملي ګټو په نظر کي نيولو سره  ديوه ريښتني ځواب په لټه کي سي ۰     

                                                                          تمت بالخير



June 3rd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات